د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د «ودان افغانستان» موسسې ترمنځ د دوه میلیون، ۲۵۸ زره او ۵۵۳ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې د مدني اسنادو په اړه د حقوقي مشورې ورکولو، د ماشومانو د ساتنې او ۲۳۹ زره او ۹۸۴ نغدي به له بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې، چې عبارت دي له کابل، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، نیمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، لوګر، پنجشیر، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، کندوز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې به یې ولګوي.

