د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د ولسي شاعر مطیعالله تراب پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او نوموړي ته یې د جنتالفردوس او کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکي: “د مطیع الله تراب وفات سخت متاثره کړو.”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبرۍ هم په یوه پیغام کې د مطیعالله تراب په مړینه تسلیت ویلی او له کورنۍ، خپلوانو او د ادب له مینهوالو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
یاد وزارت مرحوم ته د جنتالفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.
له بل لوري حافظ انس حقاني مطیعالله تراب هغه ولسي شاعر ګڼلی، چې “د ټولنې په متن کې و او شعر یې د ولس د شعور، وجدان، هیلو او قضاوت لوړ غږ و.”
ښاغلي حقاني زیاته کړې: “که څه هم مرګ د نوي ژوند اغاز دی، خو د ځینو کسانو وفات د ژوندیو بنیادمانو په نړۍ کې تشه رامنځته کوي.”
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم د مطیعالله تراب پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: “انسان له خاورې دی او بېرته خاورې ته ګرځي، خو داسې شخصیتونه چې د قلم، ژبې او فکر له لارې یې ولس ته هوښ، مینه، غیرت او بیداري ورکړې وي، هغوی نه مري-هغوی د خلکو په زړونو کې ژوند کوي.”
نوموړي زیاته کړې: “د تراب صاحب شاعري د ولس غږ و، د دردونو انځور و، او د حق ویلو توره. د هغه یاد به تلپاتې وي.”
د مطیعالله تراب په ناڅاپي مړینه ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
دوی د ولسي او ملي شاعر ‘تراب’ مړینه د هېواد د ادب لپاره یوه ستره ضایع بللې ده. نوموړي ته یې د جنتالفردوس غوښتنه کړې او د هغه کورنۍ، دوستانو، د ادب مینهوالو او ټول افغان ولس ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
د پښتو ژبې مشهور ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب تېره شپه د زړه درېدو له امله ساه ورکړه.
ښاغلی تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د ژوند ډېره برخه یې په خوست کې له خپلې کورنۍ سره تېره شوې ده.

