ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې درې اسرائیلي عسکر وژل شوي

د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان کړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې درې اسرائیلي عسکر وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی. د ټپي عسکر حالت نازک ښودل شوی دی.

دا اسرائیلي عسکر پرون (دو‌شنبه) په یوه ټانګ کې د چاودنې له امله وژل شوي دي.

که څه هم چې د اسرائیلي رژیم پوځ د غزې په جګړه کې د خپلو وژل شویو عسکرو شمېر ډېر کم ښيي او یا یې رسمي شمېرې نه خپروي، خو د راپورونو له مخې تر دې مهاله سلګونه صهیونیستي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم د غزې په شمال کې ۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي وو او ۱۴ نور سخت ټپيان وو، چې د ډېری یې حالت نازک ښودل شوی و.