د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند کواښ، سلات بېک، نوي کلي او تاخان خېلو سیمو ته د برېښنا رسونې پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه، چې شپږ ترانسفارمرونه لري او ټولیز ظرفیت یې ۵۲۶ کیلو ولټ امپیر دی، د ۳۶۴ اوسپنیزو پایو، شبکې غزونې او اړینو تجهیزاتو پر مټ پلې شوې ده.
د پرانیستې مراسمو کې د پکتیا برېښنا شرکت رییس مولوي جان محمد انقلابي، د عملیاتي چارو مرستیال انجنیر عبدالرحمن مخلص، د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و، چې په شتون یې نوې شبکه فعاله او له ملي شبکې سره ونښلول شوه.
په پروژه کې د سلات بېک، کوز کواښ او بر کواښ لپاره ۱۰۰ کیلو ولټ امپیر او د ولیان، تاخان خېلو او نوي کلي لپاره ۶۳ کیلو ولټ امپیر ترانسفارمرونه نصب شوي دي. د یادونې وړ ده، دا پروژه د مالیې وزارت له بودېجې تمویل شوې، شاوخوا ۳۴۵ کورنۍ، یو ښوونځی، یوه ديني مدرسه، ګڼ شمېر جوماتونه او دوکانونه له دوامدارې برېښنا برخمنوي او همداراز، بزګران به د کرنیزو چارو لپاره هم له برېښنا ګټه پورته کړي

