ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا په ټکزاس کې سېلابونه؛ تر دې مهاله ۱۳۱ کسان مړه شوي

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا په ټکزاس کې د سېلابونو او توپانونو له امله ۱۳۱ کسان مړه او ۹۷ نور لادرکه دي.

ځايي چارواکو پرون دوشنبه له سختو سېلابونو لس ورځې وروسته یو ځل بیا د زیاتو بارانونو او توپانونو خبرداری ورکړی دی.

سربېره پر دې د ټکزاس په ځینو سیمو کې د سېلابونو د ګواښ له امله د پلټنو عملیات هم درول شوي دي.

د ټکزاس والي ګریګ ایبټ پرون دوشنبه ویلي، چې د جولای له ۴مې راهیسې د توپانونو له امله ۱۳۱ کسان مړه شوي او ۹۷ نور لا هم ورک دي.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر ځاني تلفات په کر کاونټي سیمه کې اوښتي، چې ډېری یې ماشومان دي.