د زابل د احصایي او معلوماتو ریاست وايي، چې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه یې نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د دې تر څنګ د برېښنايي پېژندپاڼو د ویش کارکوونکې او عام خلک له خلکو غواړي، چې برېښنايي پېژندپاڼې واخلي او خپل ملي هویت ثابت کړي.
د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسولین وايي، چې تر اوسه د ټول ولایت په کچه ۹۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او لا هم دا پروسه مخ پر چټکۍ روانه ده.
د یاد ولایت اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو په برخه کې د اسانتیاوو له رامنځته کولو خوښ دي او وايي، چې برېښنايي پېژندپاڼې اخیستل مهم او زیات ارزښت لري.
د زابل په کچه شاجوی ولسوالي او مرکز کلات ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوه مرکزونه موجود دي، چې کارونه یې په عادي توګه روان او خلک یې له خدماتو خوښ دي.

