ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۷۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي؛ د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له ۱۳مې ڼېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې۷۷ زره او ۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۵۸ زره ۸۵۰ ټنه، د اقینې بندر له لارې شپږ زره او ۷۶۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  پینځه زره او ۴۳۸ ټنه او د خواف-هرات له لارې پینځه زره او ۹۹۶ ټنه، چې ټولټال  ۷۷ زره او ۲۹  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍ کې ۴۶۴ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او را لېږد بهیر روان او چټک وساتي.