ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه او د یاد بندر له مسوولینو سره یې د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د حیرتان – مزارشریف په نایب‌اباد تمځای کې د خشکه بندر د جوړولو او همداراز د دغه دهلیز له لارې د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دغه‌راز په پام کې ده، چې د دغو موضوعاتو په اړه به د دواړو لوریو ترمنځ تفصیلي مذاکرات ترسره شي.

لانژو ښار د چین د کانسو ولایت مرکز دی، چې د جغرافیایي جوړښت له مخې د دغه هېواد له مرکزي ښارونو شمېرل کېږي.

د همدې ستراتیژیک اهمیت له امله، د چین نړیوال خشکه بندر په یاد ښار کې جوړ شوی، چې د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د چین له بېلابېلو ولایتونو څخه د قرغیزستان او اوزبیکستان له لارې د رېل پټلۍ پر مټ د حیرتان بندر له لارې مزارشریف ته لېږدول کېږي.

د چین ـ قرغیزستان ـ اوزبیکستان او افغانستان ریلي دهلیز شاوخوا دوه کاله وړاندې فعال شوی، چې د ګډون کوونکو هېوادونو د تخفیف له امله د یاد دهلیز له لارې افغانستان ته د کانټینري توکو د لېږد اسانتیا برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا مسیر نه یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي، بلکې د ریلي انتقالاتو حجم یې هم زیات کړی دی.