ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په قربانیانو کې پینځه هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې په رفح کې د مرستو اخیستلو په موخه د بشري مرستو د وېش مرکز ته راټول شوي وو.

د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ له جوړېدو راهیسې د مرستو د وېش په مرکزونو کې ۸۳۸ فلسطینیان د مرستو اخیستلو په هڅه کې شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۸ زره او ۳۸۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۹ زره او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.