ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه  ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول


د ملي دفاع وزارت وايي، د دې وزارت اړوند د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتني نظامي او مسلکي زده‌ کړو له بشپړولو وروسته، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت پلاوي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله مطیع ، د قول اردو درستیزوال مولوي محمد منصور جاوید او یو شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسولینو د خپلو هر اړخیزو ویناوو په ترڅ کې فارغانو ته ویلي: ” ملي اسلامي اردو د هېواد یوه ارزښتناکه سرمایه ده، نو هڅه وکړئ چې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د بشپړ امنیت ټینګښت لپاره، په قوي ایمان او د مسولیت منلو له احساس سره کار وکړئ”.

دوی زیاته کړې، د ملي دفاع وزارت رهبري ژمنه ده، څو د هېواد د وسله‌والو ځواکونو د ظرفیت لوړولو او پرمختګ لپاره دوامداره روزنیز پروګرامونه پیل کړي.