د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په ملتیا تېره ورځ دوشنبه د چنګاښ ۲۳مه کندهار کې له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې د دې لیدنې پرمهال عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ناروغانو د پوښتنې ترڅنګ ډاکټرانو او مسولینو ته اړینې لارښوونې کړي او هغوي یې هڅولي دي.

