ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۶۳ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وايي، د دې وزارت اړوند د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۶۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ۱۲ مسلکي کورسونو له درې میاشتنیو نظري او عملی زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو معینیت مرستيال ملا حیات الله لطیف حاجی ماما، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسؤلینو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي:” تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتئ، د بیت المال په ساتنه کې هڅه وکړئ تر څو ضایع نشي، له هېوادوالو سره ښه سلوک وکړئ او باور یې ترلاسه کړئ، همداراز ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په ورځني شکل تکرار کړئ او هم یې نورو مستحقو منسوبینو ته ور زده کړئ”.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.