د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دویمه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ وشوه، چې پکې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو بحث او پریکړې وشوې.
غونډه کې له اجنډا سره سم د مالیې وزارت په سرپرستۍ د هرات_خواف رېل پټلۍ د څلورم فاز د ځمکې د استملاک اړوند یو هییت ته دنده وسپارل شوه چې له نږدې یې چارې وګوري او وروستی راپور یې د اجرااتو په موخه د ریاست الوزرا له مقام سره شریک کړي.
همدا راز پرېکړه وشوه چې د پلازمينې کابل اړوند د تازه جوړ شوي شاه و عروس بند څخه نږدې سیمو ته د اوبو رسولو په موخه د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت او د اوبو رسونې شرکت د استازو په شمول ناسته ترسره شي او وروستۍ پایله یې د ریاست الوزرا له مقام سره شریکه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعا پایته ورسېده.

