په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د المان سفارت له شارژدافیر رولف دیتر دینهار سره لیدنه کړې.
دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او المان د اړیکو سربېره په المان کې افغان کډوالو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو، له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د بشري مرستو ترسره کولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.

