ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د (کابل کتاب) تر عنوان لاندې جشنواره پيل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د ۱۴۴۷ هـ ق کال د (کابل کتاب) تر عنوان لاندې جشنواره نن په کابل کې پيل شوه.

د دې جشنوارې موخه د کتاب د ارزښت په اړه پوهاوی ورکول او په هېواد کې د مطالعې کلتور ترویجول دي.

په یاده جشنواره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو، د نړیوالې ټولنې استازو، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ډیپلوماټانو، د پوهنتون استادانو او د هېواد ګڼ شمېر لیکوالانو او فرهنګيانو ګډون کړی و.

د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د کتاب پر اهميت هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو کلتوري تګلارو او علمي سياستونو په چوکاټ کې کتاب ته نه يوازې د ارزښت له مخې ګوري، بلکې د کلتوري ودې، فکري جوړښت او غوره راتلونکي د تضمين حيثيت هم ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، وزارت هڅه کوي چې د کتاب تولید، تدوين، چاپ، خپرولو، ژباړې، تهذيب او ساتنې ته يوه منظمه، پايداره او عصري طرحه ولري.

د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب يوه ملاتړه اداره بللې او ویلي یې دي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له خوا پر هغو کتابونو چې د هېواد په دننه کې چاپېږي، مالیه معاف شوې او هغه کتابونه چې له بهره واردېږي، مالیه یې ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده. له دې څخه ښکاري چې اسلامي امارت د کتابونو د چاپ او د خپروونکو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره طرحې لري.

نوموړي له کورنيو، علمي شخصیتونو او ليکوالانو څخه غوښتي، چې مطالعې ته د ځوانانو په هڅولو کې همکاري وکړي او داسې کتابونه دې وليکي چې ځوان نسل ورته اړتيا ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د کابل جشنوارې د تر سره کولو پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، نن یوه ځانګړې ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې د کتاب فستیوال لرو. د کتاب جشنواره له ملي ارزښتونو څخه ده او په حقیقت کې ملي هویت دی او پر کتاب پانګونه یوه دايمي پانګونه ده.

نوموړې په ټولنه کې د مطالعې کلتور پر ترویج ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان ټول ساحوي دفترونه په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د عامه کتابتونونو ریيس، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریيس او نورو ويناوالو هم د کتاب او مطالعې پر ارزښت خبرې کړې او له نړيوالو بنسټونو څخه يې غوښتي، چې له سياسي چلند پرته او د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په کلتوري او تعليمي برخو کې له افغانستان سره هم مرسته او همکاري وکړي.

د غونډې په بهير کې په افغانستان کې د کتابتونونو د وضعیت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شوي او د غونډې ګډونوالو د کتابونو، هنري آثارو او افغاني لاسي صنايعو نندارتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د کابل کتاب جشنواره به سبا هم دوام ولري.