ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیکا-زرمت د ۳۸.۷ کیلو متره سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې

د اسلامي امارت دټولګټو وزارت له لوري د پکتیکا-زرمت سړک د اساسي رغونې عملي چارې پیل شوې.

یاد سړک د ۳۸.۷ کیلو متره په اوږدوالي د پکتیکا له مرکز ښرنې څخه پیل د پکتیا تر زرمت ولسوالۍ پورې رسېږي، چې د اساسي رغونې چارې یې ټولګټو وزارت له دوو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد کړې دي.

د دې سړک په بشپړېدو سره به د پکتیکا او پکتیا ولایتونو تر منځ د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو لېږد چټک او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به حل شي.

د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال به د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.