د اسلامي امارت د عدليې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر نندا ایوالیست او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا، دوه اړخیزو همکاریو او په دې وروستیو کې په بېلابېلو او په ځانګړي ډول د قانون جوړونې په برخه کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د عدلیې وزیر افغانستان او اندونیزیا د اسلامي او کلتوري مشترکاتو درلودونکي دوه هېوادونه بللي او ویلي یې دي، د اسلامي هېوادونو تر منځ اړیکې او همکارۍ باید تر هغې کچې پورې وي، چې ټول یې یو هېواد وبلل شي.
نوموړي د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان د پرمختګونو په ځانګړې توګه د عدالت تأمین او قانون جوړونې په اړه هم خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر دې دمه لسګونه قوانین له معتبرو فقهې منابعو څخه تخریج شوي دي.
شیخ عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې زموږ د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او نبوي سنت دي.
د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر د قوانینو او نورو برخو پرمختګونه مهم بللي او ویلي یې دي، چې هېواد یې له اسلامي امارت سره لا زیاتو همکاریو ته چمتو دی.
نوموړي د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې اړینې بللې او ټینګار یې کړی، چې په کابل کې د اندونیزیا د ډیپلوماټیک استازي په صفت به د خپل ماموریت په دوره کې هڅه وکړي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد اړیکې او همکارۍ پراخه کړي.

