د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.
د ناستې په پيل کې د کمېسیون د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او لاسته راوړنې او فعالیتونه یې وارزول شول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه اړینې پرېکړې وشوې او هغو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوه، چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو.
همداراز د خپرندویو لپاره د ځای ټاکلو، د کتاب د چاپ په برخه کې له خپرندویو ادارو او مطبعو سره همغږي او د کتاب د چاپ مالیې د معافیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان په اړه هم خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې هغه کتابونه، چې د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

