د اقتصاد وزیر او له کډوالو سره د مرستو د جلب او جذب کمېټې رییس قاري دین محمد حنیف د کورنیو او بهرنیو غیرې امارتي بنسټونو له استازو سره ناسته کړې ده.
په دې غونډه کې د بېرته راستنېدونکو پر ستونزو او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو خبرې شوې دي.
د اقتصاد وزیر د یادو بنسټونو همکارۍ ستایلې او د لا ډېرو او تلپاتې مرستو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي حنیف له ټولو غیرې امارتي بنسټونو غوښتي، چې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو تر څنګ، د اوسېدو په ښارګوټو کې د سرپناه په جوړولو، د اوبو رسولو د سیسټم په رامنځته کولو، د څاهګانو په کیندلو او د ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو او کلینیکونو په څېر د ټولګټو پروژو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
په ناسته کې د غیرې امارتي بنسټونو مسولینو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د خپلو روانو پروګرامونو او پروژو په تړاو معلومات ورکړي دي.
دوی د اقتصاد وزارت د بیا مېشتېدنې او د مرستو د جلب او جذب له کمېټو سره د بشپړې همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

