ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۷ عمري قول اردو  له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین فارغ شول


د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتني عقيدوي، فکري او مسلکي زده‌کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس شيخ داد محمد محمدي، د ۲۱۷ عمري قول اردو مرستیال ملا عبدالکریم نافذ، د یادې قول اردو درستيزوال قاري محمد شفيق وثيق او ګڼ شمېر مسوولینو، علماء کرامو او منسوبینو ګډون کړی وو.

فارغ شویو مجاهدینو له مسوولینو سره ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې به په اخلاص او ژمنتیا خپلې دندې ترسره او په پوره صداقت به یې پرمخ وړو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه له روزنيز مرکز څخه زرګونه تنه مجاهدين له عقيدوي او مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځېدلي دي.