ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان د مالګې د تولید په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې افغانستان د مالګې د تولید په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی.

د مسولینو په خبره، په تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، پکتیا، غزني او کندهار ولایتونو کې له ۱۲ کانونو څخه په مسلکي توګه لوړ کیفیت لرونکې مالګه پروسس کېږي. له دې کانونو هر کال ۳۴۴ زره ټنه مالګه ترلاسه کېږي، حال دا چې د هېواد کلنۍ اړتیا ۳۰۰ زره ټنه ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې اقتصادي کمېسیون د ځان‌بسیاینې د ساتنې او پراختیا په موخه هېواد ته د هر ډول مالګې واردات منع کړي دي.

کارپوهان د مالګې په تولید کې ځان‌بسیاینې ته د افغانستان رسیدل د هېواد د پرمختګ په برخه کې مهم ګام بولي.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په هېواد کې د مالګې د تولید ۵۳ کارخونې فعالې دي، چې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې ده.