اسرائیلي یرغلګرو پرون (یکشنبه، د جولای ۱۳مه) په غزه کې د ګڼې ګوڼې پر ډک بازار او د اوبو د وېش پر یوه مرکز برید کړی، چې لږ تر لږه ۹۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي. په دې سره په کلابنده غزه کې د صهیونیستي عسکرو د بریدونو له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۵۸ زره څخه زیات شوی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې په ښار د صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې د یوه مشهور ډاکټر په شمول ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په نصیرات کمپ کې بیا اسرائیلي یرغلګرو د اوبو د وېش پر مرکز برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان پکې شهیدان او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان شوي دي. روغتیايي سرچینو ویلي، په قربانیانو کې ۷ هغه ماشومان هم وو، چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو په موخه په کتار کې ولاړ وو.
د فلسطین روغتیا وزارت پرون یکشنبه ویلي، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د تایید شویو فلسطیني شهیدانو شمېر ۵۸ زره او ۲۶ کسانو ته رسېدلی، چې له نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې لږ تر لږه ۱۳۸ زره او ۵۰۰ نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
سربېره پر دې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې او کلابندۍ له امله د غزې ۲.۱ میلیون کسان له قحطۍ او سخت بشري ناورین سره مخ دي. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) اعلان کړی، چې د خوارځواکۍ له امله یوې بلې ماشومې هم ژوند بایللی دی.
د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې لږ تر لږه ۶۷ فلسطیني ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف ویلي، په جون میاشت کې له ۵ زره او ۸۰۰ ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ پېژندل شوي، چې له زرو څخه ډېر یې په سخت حالت کې دي.

