د کابل والي ملا امینالله عبید د کډوالو او ترانسپورټ وزارتونو د مسولینو په ملتیا له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو له «پایتخت» مېشتغالي څخه لیدنه کړې.
ښاغلي عبید د یاد کمپ له کډوالو سره له نږدې لیدنه کړې او د هغوی د روغتیایي، ټولنیزو، ترانسپورتي او د خوړو ستونزو د حل لپاره یې ځانګړې کمېټې جوړې کړې دي.
نوموړي د یادو کډوالو ستونزو ته رسیدنې لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې او د هېواد له ملي پانګوالو یې غوښتي چې له دوی سره خپلې مرستې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې پایتخت کمپ کې د شمالي ولایتونو کډوال چې د ګاونډیو هېوادونو څخه په ډیر جبر اېستل شوي شتون لري او د دوی لپاره د خوراک، څښاک او د اوسېدو لپاره ځایونه جوړ شوي دي.

