د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په مشرۍ د انحرافي کتابونو د ارزونې په موخه د لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د مسولینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه.
دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ جوړه شوې وه، چې له مخې یې یاد وزارتونه مکلف شوي، ترڅو له کتابتونونو، ښوونیزو مرکزونو او عامه ځایونو راټول شوي مشکوک کتابونه وارزوي او په تړاو یې عامه پوهاوی وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي: “زموږ هېواد د نظامي یرغل ترڅنګ له ژور کلتوري برید سره هم مخ و، ډېرو هېوادونو دلته د فرهنګي فعالیتونو لپاره دفترونه پرانستي وو، تر څو د فرهنګي فعالیتونو تر نامه لاندې زمونږ اسلامي او اصیل افغاني کلتور او ارزښتونه زیانمن کړي، اوس موږ ټول مسول یو چې خپل اسلامي کلتور وساتو او ځوان نسل ته سالم دیني مواد برابر کړو.”
نوموړي زیاته کړې، چې دا بهیر به د علماوو لهخوا د شریعت د اصولو پر بنسټ تر سره شي، او د څلورو وزارتونو استازي به یوه ګډه کمېټه جوړوي، چې د لارښود له چمتو کولو سره به د انحرافي کتابونو پر وړاندې عامه پوهاوي ته لاره هواره شي.
دپوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د لوړو زدکړو وزارت د نصاب دکميټې مسوول مفتي عبدالرؤوف فراهي هم خبرې کړي او په دغه برخه کې یې د خپلو وزارتونو د ترسره کړو اجراءاتو راپور وړاندې کړی او په راتلونکي کې یې د هر راز همکاري ډاډ ورکړی دی.

