د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې او کډوالو ستونزو ته رسېدنه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې او د اسلامي امارت پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې پر دوه ګونو سیاستونو خبرې کړې دي.
شیخ نداء محمد ندیم ویلي، چې نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د اسلامي امارت رهبران په محاکمه کولو ګواښي.
نوموړي د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ زیاته کړې چې دین، اسلامي شریعت او د خلکو غوښتنې یې د نظام لومړیتوبونه دي.
ښاغلي ندیم د هېواد د لوړو زدهکړو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره ویلي، چې د لوړو زدهکړو وزارت د دیني او ملي ارزښتونو پر بنسټ د ټولنې د اړتیاوو ځواب ویونکو باکیفیته دیني او عصري زدهکړو او معیاري څېړنو وړاندې کولو ته ژمن دی.
ورته مهال د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ژمنه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د اسلامي امارت په پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.
دغه راز نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د غوره مدیریت ستاینه هم کړې ده.

