د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر پخپل کاري دفتر کې د کندوز له څلورو ډلګۍ مشرانو سره کتلي.
په دې ناسته کې یادو ډلګۍ مشرانو په اسلامي نظام کې خپلو مسولیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدین شپه او ورځ د اسلامي نظام د پایښت او ولس ته د خدمت هڅې کوي.
دوی د کندوز د مجاهدینو ځینې وړاندیزونه او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر راغلو ډلګۍ مشرانو ته ښه راغلاست ویلی او په شل کلنه جهادي دوره کې یې د کندوز د مجاهدینو قربانۍ او هڅې د ویاړ وړ بللې دي.
نوموړي د مجاهدینو تر منځ پر یووالي او اطاعت ټېنګار کړی او ویلي یې دي، چې اوسنی نظام د مجاهدینو په قربانیو رامنځته شوی او د حکومت لویه برخه ځوانان دي.
د ښاغلي وزیر په وینا، د اسلامي نظام په ساتنه کې د مجاهدینو ونډه خورا مهمه ده او د اسلامي امارت زعیم د اسلامي امارت مجاهدینو ته ډېر پام لري.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې وړاندېزونو او غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي.

