د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د سیلانيانو د امنيت تامينولو او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو او د امنيتي ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې بهرنيو سیلانيانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو، د ويزو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټیټيوټ د فعاليتونو د پياوړتیا تر څنګ د هېواد د تفريحي سيمو ورپېژندلو په اړه هم خبرې شوې دي.
په پيل کې مولوي قدرت الله جمال ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، تر څو د سيلانيانو ستونزې ژر تر ژره حل او اړينې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د وزارتونو تر منځ د ګډې همغږۍ له لارې بايد دغه اسانتياوې برابرې شي.
د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو استازو هم خپلې طرحې او وړانديزونه شريک کړي او پرېکړه شوې، چې د سيلانيانو چارو ته د ښې رسېدنې لپاره به دا ډول دوامداره غونډې کېږي.

