د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې یو زر او ۹۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره او ۳۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زرو او ۹۸۷ کورنیو سره ټولې ۱۶ میلیونه او ۱۱۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې یو زر او ۷۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره ۹۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۸۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۲۳۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۶۳ تنه و، هرات، هلمند، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱ یو میلیون او ۵۰۲ زره کرایه ورکول شوې ده
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۲۷۲ کورنیو سره ټولې ۱۰ میلیونه او ۶۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۰۱۱ تنه راستانه شوي کډوال درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۷۹۷ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۰ تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۹۱ زره او۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶ کورنیو سره ټولې ۲۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۳۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۴۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۳۰۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۹ کورنیو سره ټولې ۴۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۷۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له انګور اډې څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، خپل سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې او ۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکول شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۹۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: درې زره او ۸۰۸ کورنۍ او ۲۰ زره او ۷۳۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۱۵ کورنۍ او یو زره او ۵۷۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: درې زره او ۳۴۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: دوه زره او اته عدده

