ملي دفاع وزارت وایي، چې د یاد وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د ٢٠٩ الفتح قولاردو مرستیال ملا عبدالوکیل منیب، د بلخ ولایت د علماوو شورا رییس شیخ عبدالجلیل شهیدخېل، د شمال زون علماء کرامو او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون درلود.
مسولینو فارغانو ته پخپلو خبرو کې ويلي: ستاسو دا هڅې او زیارونه د اعداد یوه برخه ده او دغهراز یې فارغ شویو منسوبینو ته د لاښه خدمت په موخه د اړینو سپارښتنو ترڅنګ په ورسپارل شوي مسوولیت کې د بریاوو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له دغه ښوونیز مرکز څخه د تېرو دورو په دوام دا اتمه دوره ده، چې د ښوونيز مرکز څخه په پوځي، تکتیکي او عقیدوي برخو کې په بریالۍ توګه د هېواد د دفاع په پار ځوان منسوبین فارغیږي.

