د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له «قید او شرط» پرته د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د مسکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، کیم ویلي، چې هېواد یې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې څخه هر راز ملاتړ کوي.
د روسیې او شمالي کوریا اړیکې د اوکراین جګړې له پیل راهیسې تر بل هر وخت زیاتې پیاوړې شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، شمالي کوریا تر دې دمه څه باندې ۱۰ زره پوځیان او په زیاته کچه نظامي تجهیزات روسیې ته استولي دي.
شمالي کوریا او روسیې تېر کال د دوه اړخیزو نظامي او اقتصادي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له یوه او بل څخه دفاع هم پکې شامله ده.

