ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مراکش په زلزله کې د وژل شویو شمېر له دوه زره اوښتی

د مراکش چارواکي وايي، چې دې هېواد کې د شوې زلزلې له امله څه باندې دوه زره کسان وژل شوي.

دغه راز له دوه زره زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

د چارواکو په وینا؛ له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو ټپونه ژور دي او ډېره مرګ ژوبله او ویجاړي په مراکش، الحوز، شیشاوه، تارودان او ورزازات ولایتونو کې اوښتې ده.

د مراکش پاچا امر کړی، چې له زیانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نورو بېلا بېلو توکو مرسته وشي.

یاد هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی.

ویل کېږي چې په یاد زلزله کې ډېری وژل شوي کسان د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي، چې رسیدنه هم ورته سخته ده.

دا زلزله تېره شپه د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې په شدت رامنځته شوې، چې له امله یې د مراکش تاریخي ښار او اطلس غرونو ځينې کلیو ودانۍ وېجاړې شوې دي.