د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس عبدالحی قانت وايي، چې کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیو د سفر یو مهم پیغام دا و، چې دغه هېواد پرېکړه کړې څو له اسلامي امارت سره خپلې سیاسي اړیکې پراخې کړي او په نږدې راتلونکې کې به په استانه کې د اسلامي امارت سفیر ومني.
عبدالحی قانت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، قزاقستان غواړي، چې کابل کې د خپل سفارت کچه هم سفیر ته لوړه کړي.
نوموړي د قزاقستان حکومت دغه اقدام د سیاسي اړیکو د نوي پیل لپاره یو مهم ګام یاد کړی.
ښاغلي قانت ویلي، کابل ته د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر سفر دا وښوده، چې دوی غواړي افغانستان سره د اقتصادي سکټور ترڅنګ سیاسي برخه کې اړیکي پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې قزاقستان په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو د اقتصادي سکتورونو ترمنځ ګډه لارنقشه لاسلیک شوې، چې له مخې به یې دوه اړخیزه سوداګري تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه شي.
همداراز، د زیربناوو په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکې پروژه هم لاسلیک شوې، چې له مخې به یې د تورغونډۍ له بندر څخه تر هرات ښار پورې د رېل پټلۍ پروژه عملي شي.

