نن په کابل کې د قطر دولت سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.
په پيل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر دولت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مهمې بللې او په ګڼو سیمهییزو او نړیوالو فورمونو کې یې د قطر د ملاتړي رول ستاینه کړې ده.
ډاکټر مردف القاشوطي هم د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر وده بللې او په څو اړخیزو فورمونو کې یې د افغانستان د بهرنیو اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د مثبت رول لوبونې په اړه چمتووالی ښودلی دی.

