په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر په کوربه هېواد کې د پاکستان له سفیرې ډاکتر فریال لغاري سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر اهمیت خبرې کړې او د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه شریک کړي دي.
فضل محمد صابر له پاکستاني لوري سره په لیدنه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ تر څنګ، افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه هم مطرح کړې ده.
د پاکستان سفیرې ډاکتر فریال لغاري د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې مهمې بللي او ژمنه یې کړې، چې یاده موضوع به له اړوندو پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي.
همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د اړیکو د پراخولو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

