ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۱۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۷۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۳۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۸ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۶۷ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۸ کورنیو سره ټولې ۸۰۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوال، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۵۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۶ تنه و، کندهار، هرات، هلمند، غزني، زابل، هلمند، او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۸۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۲ کورنیو سره ټولې ۴۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۰۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۵۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۵۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې یو زر او ۵۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۲۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۶۴ مسافر هېواد ته راستانه شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۱۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۹۶۰ زره  کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۹۴ کورنیو سره ټولې  ۱۵ میلیونه او ۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوال، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۰۲۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۵۳۵ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷ تنه و، خپلو سیمو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۲۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوال، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

په تیرو څلورو ورځو کې د بهرامچې له لارې ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، د کورونو له سامانونو سره، لښکرګاه او نورو ولسوالیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۳۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې درې زره او ۶۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ زره او ۸۸۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه زره او ۸۸۹ کورنیو سره ټولې ۲۴میلیونه او دوه زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۲۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰۳ تنه و، پکتیا، لغمان، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۹۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               پینځه زره او ۳۶۳ کورنۍ او ۳۰ زره او ۲۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۴۵۶ کورنۍ او دوه زره او ۳۸۴ وګړي

مرسته شوي کډوال:             څلور زره او ۹۵۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          یو زر او ۸۴۱ عدده