ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي د هنري اثارو نندارتون کې ګډون وکړ

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د وزارت مقام د دفتر رییس مولوي احسان الله

احسان او د هنرستان رییس محمد لعل منیب د استاد خلیل الله په کور کې د هنرمندانو د ټولنې په ناسته او د خطاطۍ د هنري اثارو په نندارتون کې ګډون وکړ.

 مولوي عتیق الله عزيزي په ياد نندارتون کې د هنرمندانو د ټولنې له غړو سره د خبرو پرمهال د دوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او په هنري ډګر کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 نوموړي د هنرمندانو د ټولنې له يووالي څخه خوښي څرګنده کړه او د دوی ترمنځ يې د همکارۍ او همغږۍ د فضا په رامنځته کولو ټينګار وکړ.