ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په غزه کې له نن سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په شهیدانو کې له یوې کورنۍ درې کسان هم شامل دي، چې د مرکزي غزې په دیرالبلاح کې اوسېدل.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی او د فلسطینیانو نسل‌وژنه یې جاري ساتلې ده.

پرون جمعه هم د صهیونیستي عسکرو د بریدونو له امله د مرستو اخیستلو په هڅه کې د ۱۰ کسانو په شمول ۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ په مې میاشت کې د غزې بشري بنسټ له جوړېدو راهیسې ۸۱۹ فلسطینیان د مرستو اخیستلو په هڅه کې شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو پرله‌پسې هغه فلسطینیان په نښه کړي، چې د غزې بشري بنسټ ته د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي وو.

په غزه کې له بشري ناورین سره مخ فلسطینیان یا له لوږې مري او یا هم د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په نښه کېږي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “زموږ د سترګو پر وړاندې غزه د ماشومانو او لوږې ځپلو خلکو په هدیره بدله شوې ده.”

نوموړي زیاته کړې: “د تېښتې هېڅ لاره نشته. فلسطینیان له دوو مرګونو یو ټاکي: لوږه او یا هم په نښه کېدل.”

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۷ زره او ۷۶۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۷ زره او ۶۵۶ نور ټپیان شوي دي.