په ترکيه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حميدالله تمکين د یاد هېواد د ملت کتابتون له ریيس آی هان توغلو سره د افغانستان اسلامي امارت او د ترکیې جمهوریت ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په اړه د بحث او نظریاتو د تبادلې په موخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په نړیوالو معیارونو د کتابتونونو د مدیریت، پراختیا او غني کولو په برخه کې د تجربو پر شريکولو خبرې وکړې.
ښاغلي توغلو د کلتوري ارزښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې ملت کتابتون په ۲۴ ساعته ډول د دیپلوماتانو، څېړونکو او بهرنیو محصلینو پر مخ پرانیستی دی.
نوموړي همداراز د افغانستان د کتابتونونو د ظرفيت لوړونې په برخه کې د هر ډول همکارۍ چمتووالی وښود.
ښاغلي تمکین هم د افغانستان د عامه کتابتون او ولایتي څانګو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
همداراز یادونه وشوه، چې د ملت کتابتون لپاره ځانګړې شوې افغان څانګې ته به ډېر ژر د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا نوي کتابونه او اثار ولېږل شي.

