ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تاشکند کې د افغان سفیر او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر په تاشکند کې د اوزبیکستان له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي بحر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سوداکریزو اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بللی دی.

همداراز دواړو لوریو د افغان‌ټرانس پروژې د هوکړه‌لیک، افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو او د سرحدي چارو د ساده‌والي له لارې د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي سعیدوف په اوزبیکستان کې د افغانستان د سفارت له فعال رول هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره د سیاسي اړیکو د پراخېدو د ارزونې ډاډ ورکړی دی.