د پاکستان لپاره د ایران سفیر رضا امیري مقدم په اسلام اباد کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د وضعیت، د افغان کډوالو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

