ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مالیزیا کې سره وکتل

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو په ماليزيا کې د سویل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (ASEAN) د ناستې په څنډه کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ‌ يي سره وکتل.

دا ليدنه داسې مهال ترسره کيږي، چې د ټرامپ د حکومت لخوا د ګمرکي تعرفو له وضعه کېدو وروسته د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکېچ پراخ شوی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خبريالانو سره په خبرو کې دغه ليدنه «مثبته او رغوونکې» بللې ده.