د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمهییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي خبرې کړي.
کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو د قزاقستان مثبت دریځ ستایلی او هیله یې ښودلې، چې دا مثبت تعامل دې په پیاوړو او دوامدارو اوږد مهالو همکاریو بدل شي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او شراکت لا پراخه شي.
ورته مهال د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیاسي اړیکو، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا هوډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېواد یې غواړي په اوږد مهاله توګه د افغانستان په ثبات، ترانزیټ د خوړو امنیت او هر اړخیز پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي.
په پای کې دواړو لوريو د تورغونډي – هرات د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې پر شوې هوکړې خوښي ښودلې او د تخنیکي ډلو پر دوامداره ګډ کار یې هوکړه کړې.

