په غزه کې د اوربند د ټینګښت هڅو سربېره هر ورځ د صهیونیستي رژیم د پرلهپسې بریدونو له امله لسګونه بېګناه فلسطینیان شهیدان کیږي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه۸۲ فلسطینیان شهیدان او د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د صهونیستي رژیم په یوه تازه وحشیانه برید کې د ۹ ماشومانو او ۴ مېرمنو په ګډون ۱۵ تنه هغه مهال شهیدان شوي، چې د غزې په دیرالبلح سیمه کې د خوراکي توکو ترلاسه کولو ته په تمه وو.
ورته مهال حماس اسلامي غورځنګ دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې په غزه کې د پلان شوې نسلوژنې د یوې برخې په توګه یاد کړي دي.

