ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د ایران له حکومت څخه د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو او د هغوی د وروستي وضعیت په تړاو په یوه اعلامیه کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د هغوی له حقونو د سرغړونې او سپکاوي څخه ډډه وکړي او اجازه ورکړي، چې خپل منقول مالونه افغانستان ته ولېږدوي او خپل غیرې منقول اموال او بانکي حسابونه په مناسبه توګه تصفیه کړي.

په اعلامیه کې ويل شوي، اسلامي امارت تل له ايراني لوري څخه غوښتي، چې د افغان کډ‌والو د ایستلو په بهیر کې دې د تدریج، عزت، او ښه ګاونډیتوب اصلونو ته پام وکړي، څو له يوې خوا د کډوالو حقونه خوندي شي او له بلې خوا د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې وکولی شي د کډوالو د تنظيم چارې په سمه توګه مديريت کړي.

اسلامي امارت د ايران د حکومت دا پرېکړه چې بې اسناده کډوال له هېواده وباسي، د دغه هېواد د مسولینو پرېکړه بللې ده.

د ریاست الوزرا مقام په اعلامیه کې د ايران له حکومت او ولس څخه د تېرو څلورو لسيزو په اوږدو کې د افغان کډوالو د کوربتوب لپاره مننه کړې ده.