ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان له سرکونسل سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت له سرکونسل مولوي عبدالجبار تخاري سره وکتل.

د دې کتنې په پيل کې، لومړی مولوي عبدالجبار تخاري د يادې کونسلګرۍ د فعاليتونو، کړنو او برنامو او همداراز پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خپل راپور د رياست الوزرا محترم اداري مرستيال ته وړاندې کړ.

نوموړي وويل، په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ په دې هيواد کې د کډوالو د ستونزو رفع کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل همداراز وويل، د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس هغوی په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره کار کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل ته څرګنده کړه، چې پاکستان او افغانستان د دوو مسلمانو هيوادونو په توګه ګڼ فرهنګي، تاريخي، ديني او ټولنيز مشترکات لري او د دواړو هیوادونو مسؤلين کولای شي له دې ظرفيت څخه په اقتصادي، سياسي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتيا او پراختيا لپاره استفاده وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي پاکستان کې له مېشتو افغانانو د اسلامي امارت د ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ او وې ويل، د پاکستان کراچۍ کې دې د اسلامي امارت کونسلګري په دې هيواد کې د مېشتو افغانانو او کډوالو د ستونزو حل لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.