ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایکو سازمان په څنډه کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب په موخه غونډه وشوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اړوند وزارتونو له مسوولینو سره د تعقیب غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

په دې غونډه کې د اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او اذربایجان هېوادونو له مشرانو سره د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب په موخه بحث وشو.

له بحث وروسته اړوندو وزارتونو او ادارو ته خپل کارونه وسپارل شول او هدایت ورته وشو، چې هره اداره دې خپل کارونه په جدي ډول تعقیب او د پرمختګ راپور دې په ټاکلي وخت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د جلا جلا لیدنو پر مهال د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې، سوداګري، ترانزیټ، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د ویزو ورکړې، ګډې بانکي همکارۍ او ځینې نور موضوعات مطرح شوي وو.