ملي دفاع وزارت وايي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو په بامیانو ولایت کې ګڼ شمېر لرغوني اثار او عتیقه توکي نیولي.
د یاد وزارت په وینا؛ یاد تاریخي اثار او عتیقهيي توکي ۲۷ میلیونه ډالر ارزښت لري.
په یادو اثارو کې دوه بتان(مجسمې)، دوه مومیايي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پینځه صندوقونه، دوې دانې تورې، او یو کتاب چې په سرو زرو لیکل شوی و او ۱۷ پاڼې یې لرلې، شامل دي.
ملي دفاع وزارت وايي، چې یاد توکي د هېواد ملي موزیم ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاتوي، چې د یادو تاريخي اثارو او عتیقه د خرڅلاو په تړاو څو کسان نور هم نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

