د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د پېښو ته د رسېدو ریاست له لوري د ورېښمو پله ته څېرمه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي کمپ څخه لیدنه وکړه.
د نیمروز ولایت مقام رسنيز مرکز وایي، چې یاد کمپ په معیاري ډول د مجهزو کېږدیو څخه جوړ شوی، چې پکې د برېښنا، کولر، د څښاک پاکې اوبه، سیار تشنابونه، حمام، روغتیایي مرکز او نورې لومړنۍ اړتیاوې کډوالو ته برابرې شوې دي.
په یاد کمپ کې هره کېږدۍ د یوې کورنۍ لپاره ځانګړې شوې ده.
ښاغلي خالد د دې کمپ جوړول د کډوالو ستونزو د حل لپاره یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د ولایت مقام ژمن دی ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته اړین خدمات وړاندې کړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
همدارنګه نوموړي ټولو ولایتي ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د کډوالو لپاره د خوړو، څښاک او نورو اساسي اړتیاوو په برابرولو کې فعاله ونډه واخلي.

