ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، ایران کې د افغانانو پر وضعیت او له دغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې جوپې په اړه خبرې وشوې.

د ناستې په پیل کې د ایران سفیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دریځ مننه وکړه او دغه یې د دواړو ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.

د ایران سفیر د هرات او نیمروز ولایتونو ته د خپل وروستي سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزییات له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

ښاغلي بیګدلي وویل، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په موخه دوه اړخیزې کمیټې جوړې شوي او تر دې مهاله یې ګڼې ستونزې هوارې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ایران د جمهوري دولت له لوري د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف شوې او د وسایلو او توکو پر لېږد یې ګمرکي تعرفې لغوه شوې دي.

همدارنګه علي رضا بیګدلي وویل، د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت سفارت او ایراني لوري افغانانو ته د خپلو پیسو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېری افغانان په خپله خوښه له ایران څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت په هکله تسلیت ووایه او د هغوي روح ته یې دعا وکړه.

مولوي عبدالکبیر وویل، چې په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید د کډوالو موضوع د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه یوه طرحه جوړه شوې وه، خو د وروستیو پېښو له امله نیمګړې پاتې شوې ده.