ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزیر غزني ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) غزني ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید، مرستیال والي حافظ عبدالرشید عمري او د ولایت له ټولو ملکي، نظامي، عدلي او قضايي مسولینو سره لیدنه کړې.

د غزني ولایت د مقام رسنیز دفتر وايي، په دې لیدنه کې د ولایت مسولینو خپلې ستونزې، نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې دي.

په ورته وخت کې ښاغلي حقاني د مسولینو ستونزې او غوښتنې اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې د حل په موخه به یې له اړوندو وزارتونو سره شریکې کړي.

دغه‌راز نوموړي د جهاد له بریالیو ورځو، د اشغالګرو پر وړاندې د غزني د مجاهدینو له قربانیو او الهي نصرت څخه یادونه کړې او ویلي یې دي، چې نننۍ دندې موږ ته د امانت حیثیت لري او باید د اسلامي نظام پر وړاندې خپل مسولیت په اخلاص ادا کړو.

په پای کې د غزني مسولینو له خلیفه سراج‌الدین حقاني څخه د لیدنې او د ستونزو د اورېدو له امله مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې یادې ستونزې به یې ژر حل شي.